د چارو ادارې لوی ریاست د سولري سېسټم برابرولو او نصبولو پروژې افر پرانېستې غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، د دغې ادارې د سولري سېسټم برابرولو، نصب او فعالولو پروژې د افر پرانېستې غونډه د ګډون کوونکو شرکتونو د استازو او افر پرانېستې کمېټې د غړو په حضور کې جوړه کړه.

یاده غونډه نن شنبه (ذي القعدې پنځمه/غوایي۱۳مه) د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه؛ د غونډې په پیل کې مولوي محمداعظم شعیب، د ملي تدارکاتو ریاست د عامو توکو د تدارکاتو امر، د شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د داوطلبۍ بهیر د شفافیت او د ګډون کوونکو شرکتونو ستونزو ته په رسېدنه ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې دا پروژه له اقتصادي پلوه په امارتي ادارو کې د سولري برېښنا سېسټم د ترویج په برخه کې یو مثبت او مهم ګام ګڼل کېږي او ګټونکی شرکت باید د ملي تدارکاتو د اصولو او قوانینو له مخې خپلې ژمنې پوره کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د افر پرانېستې کمېټې لخوا د داوطلبو شرکتونو اسناد وکتل شول او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.