د شرطپاڼې د لومړۍ شمېرې د تعدیل خبرتیا

د شرطپاڼې د لومړۍ شمېرې د تعدیل خبرتیا
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب، تر دې وړاندې لاندې پروژه اعلان ته سپارلې وه چې د داوطلبانو د پوښتنو په پایله کې، فرعي
قرارداد کول تجربه حساب شوې ده او د داوطلبۍ د سپارلو وروستۍ نېټه د وري مياشتې د ۱۸مې نیټې څخه د ۱۴۰۴ کال د غوايي تر ۹مې پورې غځول شوې ده چې د شرطنامې د لومړۍ شمېرې تعدیل او د داوطلبانو د پوښتنو لپاره د توضیحات د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ.
داوطلبان کولای شي د یاد تعدیل ترلاسه کولو سره خپل آفرونه د شرطپاڼې سره سم، په سر تړلي شکل د لومړۍ تعدیل شوې شمېرې او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم تر تمديد شوې نېټې پورې ټاکل شوي وخت او ځای وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د دشت ارچي سب سټیشن جوړول چې د 220/20KV, 1X16MVA کیلو واټه ظرفیت لري او د کندز ولایت د ارچي ولسوالۍ د عسقلان سب سټیشن کې د B لاین غځول چې پکې سروې، ډیزاین، د تجهیزاتو تدارک، نصب، ازموینه او کمیشنينګ کول شامل دي.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/NCB/W-1154
د افر پرانيستې ناسته: 1404 کال د غوايي مياشتې ۹مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته استول شوي افرونه د منلو وړ نه دي.