د عامې روغتیا وزارت د ساده شویو پروسو د تطبیق توافقنامه لاسلیک شوه

 

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د ساده شویو پروسو د تطبیق هوکړه لیک غونډه ترسره شوه، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طاوس طارق هم گډون درلود.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه(رمضان المبارک ۲۶مه/وري ۶مه) د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان په اساس، هېوادوالو ته په ادارو کې د شفافیت ترڅنګ پروسې هم ساده شي ترڅو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني وویل، د پروسو ساده کول مراجعینو ته د اسانتیا برابرولو ترڅنګ د وخت د ضیاع او په چارو کې د خنډ او ځنډ څخه مخنیوی کوي.


د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل، موږ په دې هڅه کې یو چې خپلو هېوادوالو ته په ټولو صحي او اداري برخو کې خدمات وړاندې کړو او د پروسو په ساده کولو هېوادوالو ته په چارو کې اسانتیا برابرې کړو او ورځنی چارې له خنډ او ځنډ څخه وساتل شي.

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس شیخ محمد طاوس طارق وویل؛ د دې تفاهم لیک لاسلیک کول به په ټول هېواد کې مراجعینو ته د عامې روغتیا وزارت اړوندو ادارو کې په اوږدمهال ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي وویل، چې له فتحې وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په دیارلس وزارتونو کې چې د کار او ټولنیزو چارو، شهداوو او معلولینو، پوهنې، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، عامې روغتیا وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست اړوند یې ۹۴۳ پروسې ساده کړي دي.

په پای کې تفاهم لیک لاسلیک شو او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.