د پايلو پر بنسټ د کلني پلان او راپور ورکولو طرحې په اړه ورکشاپ ترسره شو

 

د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او امارت د راپورنو د تحليل رياست له لوري د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه د پايلو پر بنسټ د کلني پلان او راپور ورکولو طرحې په اړه ورکشاپ ترسره شو.

دا ورکشاپ چې دوشنبه «رمضان المبارک ۱۰مه/ کب۲۰ مه» د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او امارت د راپورونو د تحليل رياست په مشرۍ ترسره شوه، په کې د وزارتونو او امارتي ادارو د پلان او پالیسۍ رئيسانو او مسؤولينو ګډون کړی و.

په دې‌ ورکشاپ کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت د پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالباري عاطف وويل چې وزارتونه او امارتي ادارې دې خپل عمده فعاليتونه په خپلو کلنيو پلانونو کې ځای په ځای کړي او د چارو ادارې لوی رياست سره دې شريک کړي، تر څو له دې لارې د امیرالمؤمنین حفظه الله مقام ته وړاندې شي.

په دې ورکشاپ کې د پلان، ارزونې او امارت د راپورنو د تحليل رياست مرستيال احمد يما احساس د پايلو پر بنسټ د کلني پلان او راپور ورکولو طرحې په اړه تفصيلي پريزنټيشن وړاندې کړ، ورپسې ګډونوالو د يادو طرحو په اړه پوښتنې، نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او امارت د راپورنو د تحليل رئيس حافظ مولوي محمد حنیف ازاد د ورکشاپ د ګډونوالو له ګډون څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې وزارتونه او امارتي ادارې دې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس خپل فعالیتونه او پلانونو تنظيم کړي او په پوره اخلاص دې د اسلامي نظام لپاره کار وکړي.

دا ورکشاپ چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.