کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې مخنيوي په اړه دريمه نوبتي غونډه تر سره شوه

 

د چارو ادارې لوی رياست د طرح او ډيزاين رياست په رهبرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو ټرانسپورټ او هوایي چلند، د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارتونو، کابل ښاروالۍ، ترافيکو او ملي بس رياستونو د استازو په ګډون د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه دريمه نوبتي غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (رمضان المبارک ۱۰مه/کب ۲۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوې وې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د طرحې او ډيزن رئيس عمار ياسر په مقدماتي خبرو کې د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د مخنيوي د طرحې په اړه وويل چې کابل ګڼ ميشتی ښار دی او د دې لپاره چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي، د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره يې بايد کار وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو او ټرانسپورټ وزارتونو، د اراضي، کابل ښاروالۍ، ترافيکو او ملي بس رياستونو استازو په نوبت سره د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د مخنيوي اړوند خپلې طرحې او نظرونه وړاندې کړل.

د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ستونزې د حل په موخه ځينې موارد لکه د ټکسيو او ملي بسونو ټرانسپورټ فعاليت بيا فعالول، د کيڼ لاس موټرونو کنټرول، له ښار څخه بهر د عمده پلورونکو د مالونو تخليه او ګدام کېدل، په ځينو څلور لارو د هوايي پلونو جوړېدل او عمومي پارکينګونو جوړول کولي شي چې د ښار د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په ستونزه کې مرسته وکړي.

د غونډې په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د طرحې او ډيزن رئيس د يادو وزارتونو او رياستونو استازو وړانديزونه او طرحې واورېدې او پرېکړه يې وکړه چې د يادو طرحو له ارزونې او توحيد وروسته به يې د وروستۍ پرېکړې لپاره د رياست الوزاراء مقام ته وړاندې کړو.

دا ورکشاپ چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.