پنځو اوبه ییزو حوزو کې د کرنې، مالدارۍ او کرنيزو صنعتونو مرکزونو جوړولو طرحې په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمد ضياء خالد په مشرۍ د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او کرنيزو صنعتونو مرکزونو جوړولو طرحې په اړه غونډه وشوه.
دا ناسته نن چهارشنبه (رمضان المبارک پنځمه/کب ۱۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست په تالار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د سپین زر کندز شرکت د استازو په ګډون د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه.
په غونډه کې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې اوس په افغانستان کې ټولو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شوې ده، افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی او د ابادۍ لپاره باید ټول یو ځای کار وکړو تر څو یو پرمختللی هېواد ولرو.
په دې ناسته کې، د کرنې او مالدارۍ برخې متخصص، ډاکتر اسدالله کریمي، د یادې طرحې په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات د پرزنټیشن له لارې وړاندې کړل، ورپسې ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل.
د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه په دقت سره واورېدل او پرېکړه وشوه چې د موخې د ترلاسه کولو لپاره دې د اړوندو ادارو استازي د پانګونې اسانتیا ریاست سره په ګډه د طرحې ټول موارد وګوري ترڅو په راتلونکې تخنیکي غونډه کې د دې طرحې د نهايي کولو لپاره هر اړخیز بحث وشي.
دغه ناسته د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.