د عامې روغتيا وزارت د ۲۱۹ بستونو الکترونیکي ازموینې پرانیستغونډه جوړ شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي متخصصينو د جذب په موخه د ۲۱۹ مسلکي او تخصصي بستونو د الکترونیکي ازموینې پرانيستغونډه ترسره شوه.
دغه غونډه نن یکشنبه (شعبان المعظم ۲۴ مه/کب ۵مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس، د عامې روغتيا وزارت معینانو، د دغه وزارت مختلفو برخو رئیسانو او په شرايطو برابر کانديدانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مولوي محمد طاوس طارق وویل، هغو کسانو ته چې په دې الکترونیکي ازموینه کې برخه اخلي؛ ډاډ ورکوم چې په بشپړ شفافيت به ياده پروسه پرمخ يوسي او دا يې خپله فريضه وبلله.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس د عامې روغتيا وزارت د دغه رياست د ازموينې په برخه کې د عامې روغتيا وزارت له باور څخه قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د وړ کسانو د ګومارنې په موخه دغه ادارې ته تش بستونه سپارل يو امانت دى.
بل لور ته د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو معین مولوي عبدالولي حقاني، غونډې ته په وينا کې وويل چې موږ د لوړ کیفیت روغتيايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن یو او کوشش کوو چې تر ټولو غوره متخصصین جذب او وګومارو. هغه د طب اهمیت ته په اشاره وویل، طبابت یوه ډېره مهمه دنده ده چې د اسلام مقدس دین ورته لوړ ارزښت ورکړی.
د يادونې وړ ده په دې مرحله کې د عامې روغتيا وزارت د ۲۱۹ مسلکي او تخصصي بستونو لپاره ۳۰۳ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له جملې څخه يې ۲۴۳ کسان د الکترونیکي ازموینې لپاره په شرایطو برابر پېژندل شوي چې نن له هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسیده.