د کابينې شپاړسمه غونډه: د برېښنا لېږد، پراختيايي پروژو چټکتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو

د کابينې شپاړسمه غونډه: د برېښنا لېږد، پراختيايي پروژو چټکتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د شعبان المعظم ۱۸مه/ سلواغې۲۹مه» نیټه ترسره شوه چې د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د بریښنا رسونې بهیر چټکتیا له پاره کار وکړي او په دې اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
همدا راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته دنده وسپارل شوه چې د اوبو او انرژۍ وزارت او بریښنا شرکت استازو سره ناسته وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د يادو ادارو کاري استقامتونه په تفصيلي توګه واضح کړي او په دې برخه کې له يو بل سره همکاري او همغږي پیاوړې شي.
د دې سربېره اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پراختيايي پروژو پلي کولو په برخه کې ټولو اداراتو سره په همغږۍ د پراختيايي بودجې د لګښتونو او د پروژو پر وخت سرته رسولو موضوعات تعقیب کړي.
غونډه کې همدا راز يو شمېر نور مسائل ځانګړيو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهایي کړي او ګزارش يې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابینې دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.