د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د لوګر ولایت، پل علم ښار، هارون خېل ساحې، شاغاسي کلی د تجهیزاتو نصب او مونتاژ، ازموینه او کمیشنینګ، د برېښنا تجهیزاتو او ساختماني موادو د تدارک پروژه. ( ۱۴۰۵ )
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-1124/NCB
د افرپرانیستې ناسته: د ۱۴۰۳ کال، نېټه د کب ۸مه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د افر تضمین: (د بانکي ضمانت په بڼه) ۸۰۰,۰۰۰ (اته سوه زره افغانۍ) افغانۍ
د اړیکې شمېره: 0202143274
برېښنالیک : npd.bidding3@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته استول شوي افرونه د منلو وړ نه دي.