يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبرخان سیمه کې يو باب کور د اسنادو له هر اړخیزې څیړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.
نن شنبه (د شعبان المعظم ۲ مه/ سلواغې ۱۳مه) د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني وويل د دې ادارې د مسؤولینو د هڅو او پلټنو په پایله کې يو باب کور چې د غیر مسؤولو خلکو په قبضه کې و؛ بیرته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
حاجي زر عالم د فضل الرحمن زوی چې د کابل ولایت اصلي اوسیدونکی دی، د خپل کور له تسليمي وروسته د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د مسؤولینو له مرستې او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له اړوندو ادارو سره په همغږۍ تر ۱۹۰ زیات کورونه او اپارتمانونه خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا پروسه لا هم دوام لري.