د شنو ساحو د ارزونې کاري کمېټې د ستونزو حل په موخه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ د کابل ښاروالۍ د شنو ساحو د ارزونې کاري کمېټې د ستونزو حل په موخه د اړوندو ادارو د استازو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې نن شنبه (رجب المرجب ۲۴مه /سلواغې ۶مه) د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست له لوري د کور او ښار جوړونې، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او څارنې لوی رياست د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې مولوي عبدالباري عاطف وویل چې د ځورېدلو خلکو د هوساینې او د اسلامي امارت د پیاوړتیا لپاره هڅه کوو چې خپلې چارې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره په ډاډ او زغم پر مخ يوسو.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ استازو د شنو ساحو د څېړنې کمېټې د فعالیتونو په اړه پریزینټیشن وړاندې کړ، ورپسې ګډونوالو د یادې کمېټې د کاري ستونزو د حل لپاره ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شريک کړل.
د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د کابل ښاروالۍ د شنو ساحو د څېړنې ستونزو په اړه د ادارو د استازو نظریات او وړاندیزونه په پوره دقت سره واورېدل او پرېکړه یې وکړه چې د عدلیې وزارت د نظریاتو په پام کې نیولو سره به د یادې کمېټې د ستونزو حل لپاره د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د همغږۍ بله ناسته جوړه کړو.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.