د افغانستان اسلامي امارت د رهبري پلاوي د احکامو او لارښوونو د تطبیق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د حکمونو، اوامرو، هدياتو او تعهداتو رئيس په مشرۍ د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو او لارښوونو د تطبیق په موخه د وزارتونو او خپلواکو ادارو د برېښنا د باقيدارۍ اداء کولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن سه شنبه (رجب المرجب۲۰مه/سلواغې ۲مه) د حکمونو، اوامرو، هداياتو او تعهداتو رياست په دفتر کې جوړه شوې وه، چې په هغه کې د چارو ادارې لوی رياست د حکمونو، اوامرو، هداياتو او تعهداتو رئيس مولوي فضل احمد حقاني، مالي رئیس ډاکټر سلیم الرحمن هشام، د برېښنا رياست سوداګریز مرستیال میرویس عطايي او د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست مرستيال همایون رحماني ګډون کړی و.
په غونډه کې مولوي فضل احمد حقاني د دې غونډې موخه په وزارتونو او ادارو کې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایاتو د تطبیق څخه ډاډ څرګند کړ.
غونډه کې د امارتي ادارو او وزارتونو د برېښنا مصرف د باقیدارۍ د ورکړې موضوع په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې لوی رياست مالي او د ودانيو د ساتنې او څارنې ریاست دې د دې ادارې د برېښنا مصرف د ورکړې اسناد د برېښنا ریاست سره شريک کړي او د چارو ادارې لوی رياست د حکمونو، اوامرو، هدایاتو او تعهداتو د تعقیب رئيس دې د امارتي وزارتونو او ادارو د سندونو لیست د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام د احکامو د تطبیق په موخه له اړوندو ادارو سره په جدي توګه وڅېړي.
دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.