د اوبو رسونې خدمتونو د څرنګوالي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادرې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو رئیس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن شنبه (رجب المرجب ۱۷مه/مرغومي ۲۹مه) د چارو ادراې لوی ریاست په عمومي تالار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړونې، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو، د کابل ښاروالۍ، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زیربناوو د پروژو د انسجام او څارنې او طرح او ډیزاین ریاستونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو رئیس وویل د اسلامي امارت مسؤولیت دی ترڅو د خلکو شکایتونو او ستونزو ته رسېدنه وکړي او د نوموړو ادارو استازو څخه یې وغوښتل چې د اوبو رسونې په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې حل او د اوبو له کمښت سره مخامخ نشي.
په دې ناسته کې ګډونوالو د اوبو د بیې د کنټرول، د اوبو کمښت او د اوبو رسونې خدمتونو د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په ګډه به د خلکو ستونزو ته رسیدنه کوي.
د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو رئیس مولوي محمد حنان حقاني د ګډونوالو نظریاتو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د تېرو کړنلارو په نظر کې نیولو سره دې د اوبو رسونې د خدمتونو په اړه یوه جامع کړنلاره جوړه شي، راتلونکې غونډې ته دې د بحث لپاره وړاندې شي او د وروستي تصميم لپاره دې د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.