د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سپین غر ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د ننګرهار ولايت سپین غر ولسوالۍ له علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په اړه وليدل.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (رجب المرجب ۱۴مه/مرغومي ۲۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال، ګډونوالو ته وويل د چارو ادارې لوی رياست، د اسلامي امارت د مشرتابه او د رياست الوزراء دفتر دی چې د حکومت، ولس او مشرتابه ترمنځ د پل حيثيت لري.

په غونډه کې د سپين غر ولسوالۍ علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په نوبت سره خبرې وکړې او په دغه ولسوالۍ کې يې د سرک، ښوونځيو، کلنيکونو، بندونو، لښتيو، استنادي دېوالونو او جوماتونو په برخه کې خپلې ستونزې او مشکلات شريک کړل او د سپين غر ولسوالۍ د ودانۍ نه شتون يې له خپلو اساسي ستونزو څخه ياد کړل.

همدا راز يې زياته کړه چې د تېر شکلن اشغال په وړاندې د يادې سيمې ډېر کلي او فصلونه له مينځه تللي او د بيا ابادولو غوښتنه يې وکړه، همدا راز يې د کوکنارو د بديل کښت او ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو په اړه يې هم غوښتنه وکړه.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سپین غر ولسوالۍ استازو ستونزې او مشکلات په غور سره واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره په مکتوبي بڼه شريکې شي او د ولسوالۍ د ودانۍ او اداري واحدونو د فعالولو په برخه کې تفصيلي معلومات ورکړل.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.