د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل پغمان ولسوالۍ له علماوو او قومي مخورو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل پغمان ولسوالۍ له علماوو، قومي مخورو او د ګذر وکيلانو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه نن يکشنبه (رجب المرجب ۱۱مه/ مرغومي۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پغمان ولسوالۍ علماوو، قومي مخورو او ګذر وکيلانو د اجنډا له مخې په نوبت سره خبرې وکړې او ويې ويل چې ولس يې د کرنې او څښاک اوبو له کمښت سره مخ دی او د ځينې خصوصي شرکتونه غواړي چې له دغې سيمې څخه اوبه نورو سيمو ته وليږدوي؛ چې دا کار به د پغمان ولسوالۍ د خلکو لپاره د لا زياتو ستونزو او مشکلاتو لامل شي.
همدا راز يې زياته کړه، که په ياده ولسوالۍ کې د اوبو لپاره چيک ډيمونه او بندونه جوړ نشي، کرنه او باغداري به اغيزمنه شي او همدا راز يې په دې ولسوالۍ کې د سرکونو جوړولو، د چهلتن عالي ليسې د احاطې دېوال جوړولو او په دغه سيمه کې د یو پل رغولو او کلنيک جوړولو وړانديزونه وکړل.
د فرهنکي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د علماوو، قومي مخورو او ګذر وکيلانو خبرې په غور سره واورېدې او ويې ويل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د ولسونو ستونزې واوري او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي، چې په همدې اساس يې تر اوسه د هيواد په زياتو سيمو کې چيک ډيمونه او بندونه رغولي او نور تر پلان لاندې دي او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به له اړوندو مقاماتو سره د حل په موخه شريکې شي
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.