10 وږی 1399
د چارو ادارې لوى رئيس د ولسي جرګې د بشر حقونو، مدني ټولنې او ښځو چارو د کمېسيون له مشرې سره ولېدل
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي د ولسي جرګې د بشر حقونو، مدني ټولنې او ښځو چارو د کمېسيون له مشرې آغلې ناهيد فريد او د ولسي جرګې غړې نیلوفر جلالي کوفي سره ولېدل.
په دې ليدنه کې د هېواد د ښځو وضعيت، تحصيل او ستونزو په تړاو بحث وشو.
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رئيس وويل، چې د ښځو تحصيل د حکومت د برنامو په لومړيتوب کې ځاى لري او ژمنه يې وکړه چې د ښځو لپاره د تحصيل زمېنې برابرولو په موخه به د دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو سره لازمه همغږي رامنځته شي. څو د هېواد د ښځو تحصيل د هېواد د کار مارکېټ د اړتياوو مطابق شي.