‏د غير فعالو سړو خونو د بيا فعالېدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

هېواد کې د غير فعالو سړو خونو د بيا فعاليدو په اړه د کمېټې غونډه چې د صنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نورالدين عزيزي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټروليم وزارتونو معينانو او استازو ګډون کړی و.
په ناسته کې د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې د ۱۴ سړو خونو چې کارونه يې درول شوي او په نيمه کې پاتې دي؛ د بيا فعالولو او ورڅخه د ګټې اخيستنې په اړه خبرې او بحث وشو، ترڅو يادې سړې خونې بيرته فعالې او د استفادې وړ وګرځي.
په ناسته کې د پانګونې اسانتيا ریاست د عامه او خصوصي مشارکت مرستيال مفتي عبدالواحد عثماني له لوري د يادې پروژې په اړه اته بېلابېل ماډلونه وړاندې شول او زياته يې کړه چې ياد ماډلونه دې پانګوالو سره شريک کړل شي؛ ترڅو هغوی د خپل خوښې او توافق له مخې د يادو سړو خونو بيا فعالولو ته چمتو شي.
همدا راز ښاغلي عثماني وویل چې که چېرې پانګوال د پانګونې اسانتيا رياست له لوري هر ماډل تطبيقول غواړي؛ ياد رياست ورسره د لا ډېرو اسانتياوو برابرولو په برخه کې همکار دی.
د غونډې ګډونوالو د پانګونې اسانتيا رياست د طرحو او ماډلونو هرکلی وکړ او يو تخنيکي ټيم ته دنده وسپارل شوه چې د یادې موضوع تخنيکي او حقوقي چارې پرمخ يوسي.