د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال د افغانیه شرکت له مسؤولینو سره وليدل
د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال مفتي عبدالواحد عثماني د افغانیه شرکت له مسؤولینو سره د "افغانیه بازار موندنې" پلان په اړه بحث او خبرې وکړې.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۲۳مه /مرغومي ۵ مه) د پانګونې اسانتیا رياست د مرستیال په دفتر کې جوړه شوې وه، پکې د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال مفتي عبدالواحد عثماني وويل د "افغانيه بازار موندنې" پلان د مختلفو اړخونو څخه د تطبیق لپاره اړین دی، اړتيا ده چې دا وڅیړل شي، ترڅو له یوې خوا د خلکو لپاره کاري چاپیریال برابر شي او له بلې خوا د یاد شرکت د ودې او پرمختګ لامل شي.
په دې ليدنه کې د افغانیه شرکت استازي وحیدالله د یاد پلان په اړه معلومات وړاندې کړل، ورپسې د غونډې ګډونوالو د "افغانيه بازار موندنې" پروژې د ارتقا په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شريک کړل.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دې طرحې د پياوړتيا په موخه به د پانګونې اسانتیا رياست نظریات او وړاندیزونه د "افغانيه بازارموندنې" په پلان کې شامل شي، ترڅو د وروستۍ پریکړې لپاره د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت ته وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د "افغانيه بازارموندنې" طرحه د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو ايجادولو، د عوایدو زیاتوالي، اقتصادي ثبات، د پانګونې او صادراتو پراختيا، د اکمالاتي شبکو او اقتصادي زون پياوړتيا، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د طبیعي سرچینو مدیریت د پالیسو په پام کې نيولو سره ترتیب شوې ده.
دغه غونده چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.