4 مرغومی 1403
د پانګونې اسانتيا رئيس د چينه توليدي فابريکې څخه ليدنه وکړه
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي احمد ضياء خالد د خصوصي سکتور او صنعتکارانو د ملاتړ په موخه د چینه توليدي فابريکې څخه لیدنه وکړه او د دغې فابریکې د ستونزو د حل په اړه یې له مسؤولینو سره خبرې وکړې.
دغه ليدنه چې نن سه شنبه (جمادي الثاني۲۳مه/ مرغومي۴مه) ترسره شوه، په ترڅ کې يې ښاغلي مولوي انجینر احمد ضیاء خالد د دغې فابریکې مسؤولینو ته چې د تشنابونو وسايل او توکي توليدوي؛ وویل، کورنی تولید د هیواد په وده کې اغیزمن دی او ټینګار یې وکړ چې خلک او امارتي بنسټونه باید له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.
د يادې فابريکې مسؤولينو د پانګونې اسانتيا رئيس له ورتګ څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه چې په دې فابريکه کې څه باندې ٥٠ تنه په کار بوخت دي او څه له پاسه دوه ميليونه ډالره پانګونه شوې ده.