د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ځمکني مسافر وړونکو شرکتونو مسؤولینو سره ولیدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د ځمکني مسافر وړونکو شرکتونو مسؤولینو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (جمادی الثاني ۲۱مه/مرغومي ۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل د چارو ادارې لوی رياست يوه دنده دا هم ده چې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره وګوري او د هغوی ستونزې واوري.
د ځمکني مسافر وړونکو شرکتونو مسؤولینو په خپل وار سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته امنیت راغلی او اوس د دوی کارکوونکي د ورځې ترڅنګ په شپه کې هم خپلو هېوادوالو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړې ده او دا یې د ټول ملت لپاره د خوښۍ ځای وباله او دا يې د الله تعالی ستر نعمت یاد کړ.
یادو مسؤولینو د خپلو شته ستونزو د حل په موخه نظریات وړاندې کړل، چې د ټکرونو د مخنیوي په موخه باید د څارنې ټیم جوړ شي او د سرکونو د پراختیا تر څنګ د زیانمنو سرکونو معیاري جوړونه، د سرکونو ترافیکي نښې او خطونه جوړول، د ټرانسپورټي شرکتونو تنظیم، ولایتي دروازو کې د معاینې ځانګړی ځای او د موټروانانو لپاره د ترافیکي درسونو لړی پیلول یاد کړل.
د دې ترڅنګ یادو مسؤولینو د غټو او وړو موټرونو لیزري برقونه هم د ترافیکي پېښو سبب ګرځي، د ځمکني مسافر وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو مسؤولینو زیاته کړه چې ټول هغه عوامل دې په نښه شي چې د ترافیکي پېښو سبب ګرځي او د له منځه وړلو هڅه دې وشي.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د ځمکني مسافر وړونکو شرکتونو مسؤولینو ستونزې، نظرونه او طرحې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د اسلامي امارت مسؤولين د ولس تر څنګ ولاړ دي، ستونزو ته به يې رسېدنه کوي او اړوندو مقاماتو سره به يې د حل په موخه شريکوي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.