10 وږی 1399
د چارو ادارې لوى رئيس پارلماني چارو کې د دولت وزير سره ولېدل
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي په پارلماني چارو کې د دولت وزير ګل پادشاه مجيدي سره ولېدل. دغه لېدنه کې د ملي شورا او چارو ادارې د همغږۍ د څرنګوالي په تړاو خبرې وشوې او په دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وشو.
پارلماني چارو کې د دولت وزير د چارو ادارې د عمومي رياست له پخوانيو همکاريو مننه وکړه وې ويل، د موثرو دوه اړخيزو اړيکو ټينګښت او دومداره همکاري د دغه وزارت اصلي موخې دي.