د چارو ادارې لوی رئیس د لغمان ولایت له ځوانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د ولسي ناستو په تعقیب او د لغمان ولایت د ځوانانو په غوښتنه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس  ډاکتر فضل محمود فضلي، د دغه ولایت له یو شمېر ځوانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د لغمان ځوانانو د لوړو زده کړو، پوهنې، د سولې خبرو له جریان د لغمان د خلکو د پوهاوي، د امنیت ټینګښت او په هغه ولایت کې د پراختیایي پروژو تطبیق برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د لغمان ولایت ځوانانو د چارو ادارې له لوی رئیس څخه په مرکزي او محلي ادارو کې د هغه ولایت د کادرونو د ګمارنې برخه کې د ځانګړې توجه غوښتنه وکړه وې ویل، مرکزي حکومت دی په لویو ملي برنامو او پروسو کې د لغمان ولایت ځوانانو فعال حضور سره هغوی د مشارکت زمینه مساعد کړي.

ډاکتر فضلي د لغمان ولایت له ځوانانو مننه وکړه چې د هغه ولایت د ځوانانو او خلکو ستونزو یې شریکې کړې او ژمنه یې وکړه چې د وړتیا په اساس به بېلابېلو ادارو کې  د لغمان ولایت د ځوانو کادرونو د ګمارنې هڅې وکړي.

د چارو ادارې لوی رئیس د لغمان ځوانانو او خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د لغمان ولایت د رهبرۍ  لومړیتوبونو ته په پام به د جمهوري ریاست د چارو اداره له نورو سکتوري او امنیتي ادارو سره په همغږۍ د هغه ولایت ستونزو د حل لپاره کار وکړي او په سترو ملي برنامو کې به د هغه ولایت د ځوانانو فعال حضور لپاره هر اړخیزه زمینه مساعد کړي.