د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د وزيرو قوم له علماو، مخورو او ځوانانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د پکتيکا، پکتيا، لوګر او خوست ولايتونو کې ميشت د وزيرو قوم سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه (جمادي الثاني ۱۰مه/ليندۍ ۲۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل تر اوسه مو د هېواد بېلابېلو قومونو او اصنافو سره ۱۶۸ غونډې کړې او د هغوی ستونزې او مشکلات مو اورېدلي دي.

د وزيرو قوم علماو، مخورو او ځوانانو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او د يادو ولايتونو په ولسواليو کې د ښوونځيو، مدرسو، د اصلاحي تخمونو توزیح ، استنادي دېوالونو، او ځوانانو ته د کار زمينه برابرولو او د رخې سیمې کې د اوبو بند جوړولو او همدارنګه د روغتونونو او ابتدائيه کلنيکونو په برخه کې وړانديزونه ورکړل.

همداراز يې د وزيرو قوم استازو د يادو ولايتونو او ولسواليو د سرکونو جوړولو او د زراعتي ځمکو ته د اوبو سرچينو برابرولو کې د مخابراتي ستونزو لرې کولو، د برېښنايي تذکرو مرکز جوړولو کې او د ارګون ولسوالۍ کې د وزير قوم غصب شوو ځمکو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنې وکړې.

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د وزيرو قوم ستونزې او وړانديزونه په غور سره وارېدل او ډاډ يې ورکړ چې وړانديزونه او ستونزې به يې له مسؤولو مقاماتو سره شريکې کړي او همدارنګه يې زياته کړه چې غونډې مو تشریفاتي نه دي او نه به هم لومړنۍ او اخيرنۍ وي.

دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.