د چارو ادارې لوی رئیس له میهن سټیل تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور چې د دې ادارې یو شمېر رئيسانو یې ملتیا کوله، له میهن سټیل سیخ ګول، اوسپنې او ګاډرو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه او د دوی هڅې یې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ارزښتناکې وګڼلې.

همدا راز شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ اسلامي امارت به هیڅکله د هېواد ژمن او متعهد پانګوال له پامه ونه غورځوي، چې په سخت او مشکل پړاو کې دلته پاتې شوي او د خپل نظام، مظلوم او کړیدلي ولس لاسنیوی يې کړی او ډاډ يې ورکړ چې د پانګوالو ملاتړ او همکاري د اسلامي امارت مسؤوليت دی او دې چارې ته به دوام ورکوي.
همدارنګه د میهن سټیل مشر حاجي نقیب الله نظري د چارو ادارې لوی رئیس او ورسره مل پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د میهن سټیل فابریکې د تولیداتو، کیفیت، په فابریکه کې د چاپېریال ساتنې او خامو موادو د پروسس په اړه معلومات ورکړل او په فابريکه کې يې د شته ستونزو د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د چارو ادارې لوی رئيس ښاغلي شيخ الحديث مولوي نورالحق انور له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.