د پانګونې اسانتیا رئیس: د هېواد له کدرونو څخه باید ګټه واخیستل شي

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا ریاست او کابل پوهنتون استادانو په مشرۍ د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه «ربیع الاول ۲۵مه/ لیندۍ ۷مه» ترسره شوه پکې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د یاد ریاست د عامه او خصوصي مشارکت مرستيال مفتي عبدالواحد عثماني او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو ګډون درلود.

غونډه کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د نورو استادانو په استازیتوب دوکتور وحید الله سلطاني خبرې وکړې او د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې يې د ظرفیت لوړونې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د مالیزیا اسلامي پوهنتون سره تفاهملیک لاسلیک شوی چې په دې برخه کې به د هغوی له تجربو او لارښوونو څخه هم کار واخلي.

یاده غونډه کې د پانګونې اسانتیا رئيس د کابل پوهنتون استادانو څخه د مننې ترڅنګ وويل چې د هېواد له کدرونو څخه باید ګټه واخیستل شي او زیاته يې کړه چې هېواد کې باید سیستم جوړونې ته کار وشي.

همدا راز نوموړي په دې برخه کې د لا همغږۍ په موخه د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي او د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا ریاست تر منځ د يو تفاهمنامې لاسليکولو پرېکړه وکړه.

یاده غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.