د بغلان د ورزش امريت د ودانۍ او ځمکې ملکيت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست او د اړونده ادارو په ګډون د بغلان ولايت د ورزش امريت د ۱۰۳ جريبه ځمکې او تعمير د ملکيت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (جمادي الاولی۲۲مه/ليندۍ۴مه) د چارو ادارې لوی رياست په عمومي تالار کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د حقوقي، تقنيني او قضایي چارو، ملي اقتصاد او زېربناوو، د بدني روزنې او سپورټ او ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست استازو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د بدني روزنې او د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست استازو د ۱۰۳ جريبه ځمکې او تعمير د ملکيت په اړه خپل اسناد او نظرونه وړاندې کړل او د چاور ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو له رياست څخه يې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

په پای کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس پرېکړه وکړه لکه څرنګه چې موضوع څرګنده شوه چې تر محکمې رسېدلې د محکمې تر پرېکړې پورې دې انتظار وشي او د بغلان ولايت د ورزش امريت دې موضوع له نژدې تعقيب او عوايد دې هم دوی را ټول کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.