د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ۲۱مې ناحيې علماوو او مخورو سره وليدل

د چاور ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د ۲۱ مې ناحيې علماوو، مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه (جمادی الاولی۱۲مه/لړم ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پیل يې د قرانکریم په تلاوت وشو.

په مقدماتي وينا کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد "حيدري" مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشترک نظام دی او د امارت دروازې د ولس پر مخ خلاصې دي.
د يادې ناحيې علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په خپلو خبرو کې د ښوونځيو، کلنيکونو، سرکونو، او برېښنا نشتوالی د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او په ياده ناحيه کې يې د يو پل جوړولو چې ۶۰ سلنه چارې يې ترسره شوي او ۴۰ سلنه پاتې دي؛ د بشپړولو غوښتنه وکړه.
د چاور ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس وويل: اسلامي امارت ژمن ده چې ولس ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي؛ په همدې اساس د هېواد په مختلفو برخو کې د بيارغونې کارونه روان دي او زياته يې کړه چې ستونزې او وړانديزونه به يې له مسؤولو مقاماتو سره د حل په موخه شريکې شي.
دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.