21 لړم 1403
د کابینې لسمه غونډه: په يو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د جمادي الاول نهمه/لړم ۲۱مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، پکې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحث وشو او يو شمېر لازمې پریکړې وشوې.
همدا راز په غونډه کې اقتصادي معاونیت ته د ځینو چارو ترسره کولو دنده وسپارل شوه او ځینې نور موضوعات د منظورۍ په موخه د مشرتابه عالي مقام ته د لېږلو پرېکړه وشوه.
یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.