شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور: د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام د خیر چارو کې له یو بل نه مخکې کېدل
د چارو ادارې لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ديني تعلیمي نصاب شپږ مياشتينۍ او د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ازموینه کې د غوره ګډونوالو د ستاینې په موخه د چارو ادارې لوی ریاست مرمرینې ماڼې کې نتايج غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن یکشنبه «جمادي الاول ۸مه/لړم ۲۰مه» د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، پکې د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، رئيسانو، امرینو او د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ګډون کړی و.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل چې صحابه وو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاګردانو له بدو ډډه کوله او د ښو چارو ترسره کولو تږي وو، په دې برخه کې به يې له يو بل سره سيالي کوله او د ښو کارونو ترسره کولو له امله به تشويق کېدل.
د چارو ادارې لوی رئیس په خپل خبرو کې زیاته کړه چې صحابه کرامو د رسول الله صلی الله عليه وسلم هر قول او عمل ليدۀ، اورېدۀ، عمل يې پرې کاوه او نورو خلکو ته يې رساوه، چې په همدې اساس ټولې نړۍ ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت رسېدلی دی.
همدا راز د چارو ادارې لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مولوي بسم الله شاکر د دیني مسائلو د تدریس د کړنلارې، ازموینې او د دې رياست د فعاليتونو په اړه معلومات د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د دعوت او ارشاد ریاست په ورځني ډول له مهالوېش سره سم د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته اصلاحي او د دیني احکامو د زده کړه پروګرامونه ترسره کوي.
دغه غونډه په ازموینه کې د ښو نومرو ترلاسه کوونکو ته د جايزو له وېش وروسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.