د ولايتي سفرونو دوام؛ د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سپين بولدک قومي مشرانو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د سپين بولدک ښاروال مولوي عبدالطيف لطيفي، متنفذينو، قومي مشرانو د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې نن یکشنبه(ربیع الثاني ۲۴مه/لړم ۶مه) د سپين بولدک ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د سپين بولدک ښاروال د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس او ورسره مل تخنيکې پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او هيله یی څرګنده چی د دوی راتګ به د سپين بولدک ولس په خير تمام شي او شته مشکلاتو ته به يې رسيدنه وشي.

ښاغلي مولوي محمد اسحق اخندزاده، د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولسوالۍ ته د خپل سفر موخه د ټولنې مختلفو اقشارو ستونزو ته رسيدنه، د سپين بولدک ښاروالۍ د فعاليتونو ارزونه او له امارتي اداراتو سره د همغږۍ پياوړتيا ياده کړه.

ښاغلي اخندزاده ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد ياد کړ چې له خلکو څخه په اصولي طريقه عوايد راټولوي او بيرته خلکو ته په پلاني ساحو کې ښاري خدمات وړاندې کوي.

نوموړي همدا راز زياته کړه چې د اسلامي نظام بقاء په نظم او اطاعت کې ده او په وينا چې که څوک د سپين بولدک ښاروالي او يا هم د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست اړوند هره اصولي ملاحظه او مشوره لري؛ له مونږ سره دې د حل په موخه شریکه کړي؛ ترڅو ورته رسېدنه وشي.
په غونډه کې د متنفذينو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د سپين بولدک ښاروالۍ کارونه وستایل او له ښاغلي اخندزاده څخه يې د دغه ولسوالي لپاره د ماسټر پلان په تطبيق، د ښاروالۍ ناحيو د زياتوالي او په دغه ولسوالۍ کې د نويو جوړ شويو سرکونو د خونديتوب لپاره د استنادي دېوالونو جوړولو غوښتنه وکړي.

په پای کی مولوي محمد اسحق اخندزاده د سپين بولدک ولسوالۍ استازو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او اړوندو مسؤولينو ته يې وويل چې په دغه ولسوالۍ کې د عوايدو د سرچينو راژوندي کولو هڅې وکړي، ترڅو عوايد ډېر او خلکو ته ښه او پراخ خدمات وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس او ورسره مل تخنيکي پلاوي د سپين بولدک ښاروالۍ څخه ليدنه کې د يادې ښاروالۍ د تدارکاتو، قراردادونو، عوايدو، محاسبې، ټرانسپورټ او بشري سرچينو اسناد وڅېړل او مسؤولينو ته يې د چارو د لا ښه ترسره کولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې‌.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.