د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دايکندي ته سفر وکړ
د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده دايکندي ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت والي مولوي نجيب الله رفيع، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو او ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.
دغه ليدنه چې نن شنبه(ربیع الثاني ۲۳مه/لړم ۵مه) د دايکندي ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، په کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د دايکندي ښارواليو د فعاليتونو ارزونه، د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا، د ښاروالیو حقوقي حيثيت تشريح کول او د ښارواليو اړوند د ټولنې مختلفو اقشارو ستونزو ته رسېدنه ياده کړه.
مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی او عوايد یې د کابيني د پريکړې پر اساس ملي بودجې يا بل کوم ولايت ته نه انتقاليږي، مګر ترلاسه شوي عوايد په همغه ولايت کې ښاريانو ته په خدماتو کې مصرفيږي او له ولايتي مسؤولينو يې په دغه ولایت کې په امارتي اداراتو او اشخاصو پاتې شوي، د صفایي مالياتو د تحويل او د ښاري ماسټر پلان تطبيق کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې يوه ټولنه هغه وخت جوړيږي او پرمختګ کوي چې يو بل خپلو نيمګړتياوو ته د اصلاح په خاطر متوجه کړي او په وينا يې هر هغه څوک چې د دايکندي ښارواليو او يا د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند کومه اصولي ملاحظه لري؛ مونږ سره دې شریکه کړي، ترڅو يې په اړه اقدامات وشي.
په دې ليدنه کې د دايکندي والي مولوي نجيب الله رفيع د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس او ورسره مل تخنيکې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ښاروالیو سره د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس په مشرۍ د ولايتي سفرونو پلاوي کې د ښاروالیو تخنيکي ټيم له لوري د نيلي ښاروالۍ تدارکاتي اسناد او قراردادونه، عوايدو، محاسبې، ټرانسپورټ او بشري سرچينو چارې او سندونه په تفصيلي توګه وڅېړل شول، د يادې ښاروالۍ مسؤولين او کارکوونکي يې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړل او د ښاغلي اخندزاده له خوا ورته د نيمګړتياوو د سمون او اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.