د هېواد د هوايي ډګرونو سالونونو څخه د ګټې اخيستنې لارښود نهايي شو

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، ماليې، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو معينانو او د بهرنیو اړیکو د انسجام رياست ترمنځ د هېواد د هوايي ډګرونو له (vip, vvip او cip) سالونونو څخه د ګټې اخیستنې لارښود مسودې د نهايي کېدو په موخه وروستۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه «ربیع الثاني ۲۰مه/لړم ۲مه» جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د بهرنیو اړیکو د‌ انسجام رئيس مولوي احمد ګل ریان له لوري ياد سند ماده وار ولوستل شو او په یو شمېر موضوعاتو بحث وشو، چې په پایله کې یې د ځینو اصطلاحاتو د تغیر او بدلون پرېکړې وشوې.

د هېواد د هوايي ډګرونو د (vip, vvip او cip) سالونونو په اړه لومړنۍ ناسته چې تر دې وړاندې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې پرېکړه شوې وه، چې د چارو ادارې لوی ریاست د بهرنیو اړیکو د انسجام ریاست له لوري له یادو سالونونو د ګټه اخیستنې لارښود جوړ او بیا دې د اړوندو وزارتونو د تخنیکي استازو له لوري مطالعه شي او د تغیر او بدلون نقاط دې په نښه کړل شي.

د چارو ادارې لوی رياست د بهرنيو اړیکو د انسجام رئيس په مشرۍ د ياد لارښود د محتوا، اصطلاحاتو او مادو د تغير، سمون او ازدياد په اړه څو پرله پسې ناستې ترسره شوې، چې نن نهايي شو.

د يادونې وړ ده چې د هوايي ډګرونو د سالونونو او ساحو څخه د ګټې اخيستنې دا لارښود د رياست الوزراء عالي مقام د حکم او د هېواد نافذه اصولو په اساس چمتو شوی دی چې منظورۍ لپاره به د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.