د ولايتي سفرونو دوام؛ د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د فيروزکوه ښار مخورو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده غور ولايت ته د سفر په ترڅ کې د فيروزکوه ښاروال مولوي امين اللّٰه شريفي، متنفذينو، قومي مشرانو، د صنعت او سوداګرۍ خونې، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.
دغه ليدنه چې نن چهارشنبه(ربیع الثاني ۲۰مه/لړم ۲مه) د فيروزکوه ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د فيروزکوه ښاروال مولوي امين اللّٰه شريفي د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس او مل تخنيکي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او خوښي یې څرګنده کړه چې مشران دومره لرې ولايت ته د سختو لارو او تکليفونو ترڅنګ راځي او زمونږ ستونزې له نږدې اوري.
ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس په نظام کې پر نظم او اطاعت ټينګار وکړ او دغه ولايت ته يې د خپل سفر موخه د رعيت په وړاندې د خپل مسؤولیت اداء کول، د ښارواليو د فعاليتونو ارزونه او له ولايتي ادارې سره د همغږۍ پياوړتيا ياده کړه.
ښاغلي اخندزاده ښاروالي يو غير بودجوي واحد ياد کړ چې په ملي بودجه کې برخه نه لري، نو همداراز عوايد یې هم د کابينې د پريکړې پر اساس ملي بودجې او يا هم د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست ته نه لېږدول کېږي بلکې بيرته د همغه ولايت په پلاني ساحو کې ملت ته ښاري خدمات وړاندې کيږي.
په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د فيروزکوه ښاروالۍ کارونه وستایل او زياته يې کړه چې فيروزکوه ښار د مساحت او د نفوذ له لحاظه کوچنی ښار دی او خلک یې فقير دي چې له همدې امله د دې ښاروالۍ عوايد هم کم دي او ښاروالۍ نشي کولی چې ښاريانو ته په پورته توګه خدمات وړاندې کړي او د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس نه يې په دې پرخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همداراز یې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس څخه د دغه ښار د پراختيا، د سرکونو قير کولو، د لويو لارو د کانکريټ کولو او د دغه ولايت د سيلاب ځپلو سره د لازمې همکارۍ او سرپناه جوړولو غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي اخندزاده د فيروزکوه ښار د خلکو استازو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د فيروزکوه ښاروالۍ څخه یې وغوښتل چې ولس ته د عوايدو راټولولو او مصرف اړوند حساب ورکولو غونډې تنظيم شي او له خلکو یې وغوښتل چې د ښاروالۍ اړوند هره اصولي ملاحظه او مشوره لري، له مونږ سره یې شریکه کړي، مونږ به يې په اړه قدام وکړو.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.