د چارو ادارې لوی ر ئيس: په اسلامي نظام کې د تقوا، تخصص او ژمنتيا په اساس ټاکنې کيږي

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت د ۹۴ خالي بستونو د الکترونيکي ازموينې پرانيستغونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن سه شنبه«ربیع الثاني ۱۹مه/لړم لومړۍ» د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري جوړه شوې وه؛ په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، امارتي مسؤولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس وویل، په حکومتولۍ کې د اسلامي امارت له مسؤولینو سره د روڼتيا احساس او انګیزه شته، په دندو د اشخاصو ګمارنې لپاره د ازادې سيالۍ له لارې ازموینې اخیستل د روڼتيا او پرمختګ لامل ګرځي، په دې سره باور او اعتماد ډېرېږي او په پایله کې یې وړ، متخصص، ژمن او تقوا دار اشخاص پر دندو ګمارل کيږي.
غونډې ته د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، د یوه نظام او ټولنې د اشخاصو لپاره ژمنتيا، تخصص او امانتداري تر ټولو مهم شرایط ګڼل کېږي او همدا ځانګړتياوې د هیواد په پرمختګ کې اساسي رول لري او په وينا يې چې په نظام کې له ټولو مسؤولینو سره د مظلوم او دردېدلي ولس حقوق تړلي دي؛ نو پکار ده، چې په پوره اخلاص او ژمنتیا نظام او ولس ته خدمت وکړو او په خپلو کارونو کې سستي او غفلت ونکړو.
په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس او د کور او ښار جوړونې وزیر په ننګرهار او پکتیا کې د الکترونیکي ازموینې له روان بهير څخه هم لیدنه وکړه او د یاد سیسټم په فعالېدو یې خوښي وښوده.
دا غونده چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.