د چارو ادارې لوی رئيس د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پرانيستغونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ نغلو سيمه کې د ۱۰ ميګا واټه لمريزې برېښنا پرانيستغونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې شنبه «ربیع الثاني ۱۶مه/تلې ۲۸مه» د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ نغلو سيمه کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور، د کډوالو او راستنېدونکو چارو، اوبو او انرژۍ وزارت مرستیالانو، د کابل والي، سيمه ييزو مسؤولینو او د رسنیو استازو برخه اخيستې وه.
غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د نغلو د برېښنا پروژې ته په اشارې وويل چې، داسې پروژې د نظام او هېوادوالو لپاره ښه پیغام لري او په نظام د ولس د باور لوړېدو سبب ګرځي، نوموړي وويل چې یو وخت دلته حکومتونه له بهر څخه فرمایشونو ته منتظر وو او پردي پلانونه يې تطبيقول، واکمنان له خپل ولس سره په جنګ اخته وو، خو اوس الحمدلله ورځ تربلې د خوښۍ او ابادۍ زیري اورو او زياته يې کړه چې اسلامي امارت او مسؤولین یې د هیوادوالو د هوساينې لپاره کار او خدمت ویاړ او عبادت ګڼي.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې اوس د هیواد اړتیاوو ته په کتو ګام اخیستل کيږي او هڅې دا دي چې لومړیتوبونو ته په حقیقي معنا رسیدنه وشي، د اسلامي امارت کارونه فرمایشي او نمایشي نه دي مګر ورځ تر بلې موږ په هېواد کې د ابادۍ او پرمختګ شاهدان یوو.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وویل، اسلامي امارت د پانګوالو د سر، مال او ناموس ساتلو ته ژمن دی او دې برخې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې. افغانان په تیرو څو لسیزو کې د بدامنۍ، جنګ، مظلومیت او محرومیت ترخې تجربې لري؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره پرې الله تعالی د نعمتونو پيرزوینه وکړه او د دوی له دردونو او ستونزو څخه باخبر مشران یې ورنصیب کړل.
غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور، د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو مرستيال، د کابل والي او يو شمېر نورو مسؤولينو هم ويناوې وکړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مسؤولينو په وينا په یادې پروژې ۷,۶ میلیونه ډالره پانګونه شوې او له دې سره به د کابل او ننګرهار ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي او د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزې به راکمې شي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.