په هېواد کې د توليداتو د دايمي نندارتون د ايجاد په اړه غونډه وشوه

د پانګونې اسانتيا رئيس نن پنجشنبه (ربیع الثاني ۱۴مه/ تلې ۲۶مه) په خپل کاري دفتر کې له يو شمېر پانګوالو سره په هېواد کې د توليداتو د دايمي نندارتون د ايجاد په اړه غونډه وکړه.
دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر مولوي احمد ضياء خالد وويل چې اسلامي امارت پانګوالو ته ځانګړې پاملرنه لري، اوسمهال يې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمينه برابره کړې ده او له پانګوالو يې وغوښتل چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
بل لور ته د سوداګرو د اتحاديې اجرايوي رئيس عبدالصادق عاشوري او پانګوال محمد هاشم بایقرا د افغان او ترکيې پانګوالو ترمنځ د دايمي نندارتون د ایجاد په اړه بحث وکړ او خپل نظريات يې وړاندې کړل.
په پای کې د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد پرېکړه وکړه چې د نندارتون طرحه دې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا ریاست سره شریکه شي تر څو يې لازمه کارپوهنه وشي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.