د چارو ادارې لوی رئيس: په اسلامي نظام کې مسؤوليتونه مناسبو شخصيتونو ته سپارل کيږي

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د کليو د ابادۍ معين ملا نثار احمد نصرت د معرفي په غونډه کې وويل چې په اسلامي نظام کې مسؤوليتونه مناسبو شخصيتونو ته سپارل کيږي او د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري په ټولو مواصفاتو برابر اشخاص په دندو ګمارل کيږي.
دا غونډه چې چهارشنبه «ربیع الثاني۱۳/تلې ۲۵» د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر ملا محمدیونس اخندزاده او ګڼو نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې داسې يو نظام سره مو اړيکه ده چې ټولې چارې يې د شريعت د احکامو پر اساس ترسره کيږي او په وينا يې چې د اسلامي نظام په رهبرۍ کې باوري او وړ اشخاص قرار لري چې بيا بيا ازمايل شوي دي او له ګڼو ستونزو او سختو مرحلو تېر شوي دي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.