د چارو ادارې لوی رئیس د میدان وردګ مرستیال والي او نورو مسؤولینو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ميدان وردګ مرستيال والي حافظ سعيد الرحمن، د علماوو شورا رئیس، ښاروال، کليو پراختيا او بيا رغونې رئيس، قرغزستاني پانګوال او يو شمېر نورو مسؤولينو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.

دا ناسته چې نن چهارشنبه «ربیع الثاني ۱۳مه/تلې ۲۵مه» ترسره شوه، پیل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د ميدان ودرګ ولايت مرستيال حافظ سعيد الرحمن له قرغزستان څخه د افغاني انجينرانو او پانګوالو په همکارۍ راغلي پانګوال انجينر الماس بيګ په اړه وويل چې نوموړی افغانستان ته راغلی، ترڅو په ميدان وردګ ولايت کې د ۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د سربو، انټي مني او زينکو په برخه کې پانګونه وکړي، چې په دې فابريکه کې به د يادو عناصرو د ذوب، تصفيې او پروسس چارې ترسره کيږي.

په ناسته کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ په اوس وخت کې هیواد له سرتاسري امنيت څخه برخمن دی او اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته په هره برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړې، د دوی د دې اقدام ستاینه یې وکړه او له خپل لوري یې ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.