د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس کندز ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده کندز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي الحاج ملا محمد خان دعوت، د کندز ښاروال قاري گل نبي انس، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.

دغه ليدنه چې نن چهارشنبه(ربیع الثاني ۱۳مه/تلې ۲۵مه) د کندز ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د کندز ښارواليو د فعاليتونو ارزونه، د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لا پراختیا، د ښاروالیو حقوقي حيثيت تشريح کول او د ښارواليو اړوند د ټولنې مختلفو اقشارو ستونزو ته رسيدنه ياده کړه.

مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی او عوايد یې د کابينې د پريکړې پر اساس ملي بودجې يا بل کوم ولايت ته نه انتقاليږي، مګر په هماغه ولايت کې د پلان مطابق په پلاني ساحو کې خلکو ته پرې ښاري خدمات وړاندې کيږي.

ښاغلي اخندزاده زياته کړه، يوه ټولنه هغه وخت جوړيږي او پرمختګ کوي چې يو بل خپلو نيمګړتياوو ته د اصلاح په خاطر متوجه کړي او په وينا يې هر هغه څوک چې د کندز ښارواليو او يا د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند کومه ملاحظه لري؛ مونږ سره دې شریکه کړي، ترڅو يې په اړه اقدامات وشي.

په دې ليدنه کې د کندز والي ملا محمد خان دعوت دغه ولايت ته د ښاغلي اخندزاده په مشرۍ د ورغلي پلاوي د هر کلي تر څنګ، پخپلو خبرو کې له ښاروالۍ سره د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د کندز ولایتي مسؤولينو څخه د ښاروالۍ د عوايدو سطحې پورته کولو، په اداراتو او اشخاصو د صفایي د پاتې محصول ترلاسه کولو غوښتنه وکړه او همدا راز یې د کندز ښاروالۍ څخه وغوښتل چې د حساب ورکولو غونډې تنظيم کړي تر څو ملت ته پکې د راټولو شويو عوايدو او مصارفو اړوند حساب روښانه شي.

د يادونې وړ ده چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس په مشرۍ د ولايتي سفرونو پلاوي کې د ښاروالیو تخنيکي ټيم له لوري د کندز د ښاروالۍ تدارکاتي اسناد او قراردادونه، د عوايدو، محاسبې، ټرانسپورټ او بشري سرچينو چارې او سندونه په تفصيلي توګه وڅېړل شول، د يادې ښاروالۍ مسؤولين او کارکوونکي يې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړل او د ښاغلي اخندزاده له خوا ورته د نيمګړتياوو د سمون او اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.