د پانګونې اسانتیا رئيس: د هېواد د صادراتي سیسټم د معیاري کولو هڅې روانې دي

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد په مشرۍ د اړوندو ادارو له استازو سره «د واحد صادراتي سيسټم جوړونې» په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه نن چهارشنبه (ربیع الثاني ۱۳مه/تلې ۲۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د پانګونې اسانتیا رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د اسلامي امارت سيسټمونه معیاري دي او د لا پیاوړتیا، سمون او همغږۍ لپاره يې هڅې روانې دي.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د يادې موضوع په اړه د پرزنټېشن وړاندې کولو وروسته د مالیې، ټرانسپورټ او هوايي چلند، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم وزارتونو، د افغانستان بانک او د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو خپل نظرونه څرګند کړل او "د واحد صادراتي سيسټم جوړونې" د پروژې د طرحې پراختیا په اړه يې خپل وړاندیزونه شريک کړل.

په غونډه کې د پانګونې اسانتیا رئیس انجینر احمد ضیاء خالد زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په لنډه موده کې پانګوالو او ولسونو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي دي او همدا راز يې پرېکړه وکړه چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت او اړوندو ادارو استازو سره به په ګډه د طرحې په اړه تخنيکي بحث وکړي ترڅو په راتلونکې غونډه کې وروستی تصميم ونيول شي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.