د تدارکاتي مراحلو د فسخې خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازيتوب د امارتي شرکتونو لوی رياست تر دې وړاندې د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت لپاره د ۹ ډوله بېلابېلو نقليه وسايطو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/SOCGD/NCEC/1403/G-867/NCB، ده، د 25/7/1403 نیټې د سهار تر 10:00 بجو پورې يې نېټه تمديد کړې وه.
د پروژې نوم:د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د اړتياو وړ 9 ډوله بېلا بېل نقليه وسايطو د تدارک پروژه.

د ملي تدارکاتو د ۲۵مې مادې او د تدارکاتو طرزالعمل د ۵۴ ګڼې حکم سره سم ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې یاده پروژه د تدارکاتي پړاوونو د اړتیاوو، تخنیکي ځانګړنو، داوطلبۍ شرایطو او قرارداد کې د بدلون له امله لغوه شوې ده.