د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ کلیو لپاره د ۲۰ قلمه برېښنایي توکو او تجهيزاتو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-827/NCB/Rebid
بانکي تضمين: 1,200,000(يو ميليون او دوه سوه زره افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: د ۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۶مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
برېښنا ليک: npd.bidding2@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.