د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د کندز ښار مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده کندز ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس، متنفذينو، قومي مشرانو، د صنعت او سوداګرۍ خونې، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې نن سه شنبه(ربیع الثاني ۱۲مه/تلې ۲۴مه) د کندز ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او هيله یې څرګنده کړه چې دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سفر به د کندز ښارواليو د ستونزو حل په برخه کې اغيزناک ثابت شي.

ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس وويل چې د اسلامي نظام بقاء په نظم او اطاعت کې ده او مونږ او تاسې بايد د شريعت په چوکاټ کې د اسلامي امارت ملاتړي واوسو او همداراز کندز یې يو له هغه ولايتونو څخه ياد کړ چې د اشغال په مقابل کې په ميړانه وجنګېده او زياته قرباني یې ورکړه.

نوموړي ښاروالي يو غير بودجوي واحد ياد کړ چې په ملي بودجه کې برخه نه لري او همدا راز يې عوايد هم ملي بودجې يا بل ولايت ته نه انتقالیږي، مګر په هماغه ولايت کې خلکو ته پر پلاني ساحو کې د ښاروالۍ اړوند خدمات وړاندې کيږي.

په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د کندز ښاروالۍ کارونه وستایل او زياته يې کړه چې د کندز خلک له اسلامي امارت څخه راضي دي او ښاروالۍ هم د عوايدو مطابق ښاریانو ته ښه خدمات وړاندې کړي، خو د ښاروالۍ له لوري د صفايي د محصول کمولو، د ماسټر پلان تطبيق او ښاري پراختیا غوښتونکي شول.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د کندز ښار د خلکو استازو ته د ستونزو د حل ډاډ‌ ورکړ او د کندز له خلکو یې وغوښتل چې که د ښاروالۍ اړوند هره اصولي ملاحظه او مشوره لري، له مونږ سره دې شريکه کړي، ترڅو يې په اړه اقدام وشي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.