د کانونو او پټرولیم وزارت د طبیعي ګازو د تدارک، منتاژ، تخنیکي خدماتو او پروسس پروژې افر پرانیسته وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند د طبیعي ګازو د تدارک، منتاژ، تخنیکي خدماتو او پروسس پروژې او د سلفر د تجرید او د ګازو وچولو دستګاه کار ته اماده کول چې په شپه او ورځ کې یې د پروسس ظرفیت دوه میلیونه متر مکعب ده، د افر پرانیستې پلاوي او د داوطلبو شرکتونو استازو په حضور کې یې افر پرانیسته وشوه.

دغه غونډه چې نن سه شنبه (ربیع الثاني ۱۲مه/تلې۲۴مه) ترسره شوه، په کې د ملي تدارکاتو ریاست تخنیکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د داوطلبو شرکتونو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي محمدي وویل، په هېواد کې اوسني فرصتونه پانګوالو ته یو زیری دی او اسلامي امارت غواړي چې کورني او بهرني پانګوال د هېواد په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

د ملي تدارکاتو ریاست تخنیکي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې هېوادوالو ته خدمت وکړي او اړتیا ده چې د اسلامي نظام د حاکمیت او لاسته راوړنو څخه قدرداني وکړو.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.