د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د تالقان ښار مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده تخار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د تالقان ښاروال قاري نقیب اللّٰه، متنفذينو، قومي مشرانو، د صنعت او سوداګرۍ خونې، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې دوشنبه(ربیع الثاني ۱۱مه/تلې ۲۳مه) د تالقان ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د تالقان ښاروال قاري نقیب اللّٰه پخپلو خبرو کې هيله څرګنده کړه چې دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سفر سره به د تالقان د ښارواليو ستونزو د حل په برخه کې اغيزناک ثابت شي.

ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس په نظام کې پر نظم او اطاعت ټينګار وکړ او دغه ولايت ته يې د خپل سفر موخه د ښارواليو د فعاليتونو ارزونه او له ولايتي ادارې سره د همغږۍ پياوړتيا ياده کړه.

ښاغلي اخندزاده ښاروالي يو غير بودجوي واحد ياد کړ او زياته يې کړه چې د هرې ښاروالۍ عوايد بېرته په هغه ولايت کې خلکو ته په خدماتو مصرفيږي او له مسؤولينو يې وغوښتل ترڅو د ښارواليو د عوايدو زياتوالي هڅې زياتې کړي.

په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د تالقان ښاروالۍ کارونه وستایل او زياته يې کړه چې د تالقان خلک له اسلامي امارت څخه راضي دي او ښاروالۍ هم د عوايدو مطابق ښاریانو ته ښه خدمات وړاندې کړي، خو د ښاروالۍ له لوري د صفايي د محصول کمولو غوښتونکي شول.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د تالقان ښار د خلکو استازو ته د ستونزو د حل ډاډ‌ ورکړ او د تالقان ښاروالۍ څخه یې وغوښتل چې عوايد د اصولو مطابق راجمع کړي او په پلاني ساحو کې يې مصرف کړي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.