د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرنونه دې په شرطپاڼه کې د درج شويو شرايطو او د ملي تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د افر پرانیستې تر نېټې پورې د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د پلخمري، نائب اباد او مزار شريف د ۲۲۰ کيلو ولټ سب سټېشنونو لپاره د سرکټ، بريکر او ټرانسفارمر د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-898/NCB
د افر پرانیستې غونډه:‍‍ د ۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۱۵مه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
برېښنالیک: npd.bidding3@gmail.com
پته : د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
نوټ: ناوخته او انټرنیټي افرونه د قبول وړ نه دي.