د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د اوبو او انرژۍ وزارت په استازیتوب د تخار ولایت، درقد ولسوالۍ د یتیم تپې د سواحلو تحکیماتو پروژه (اتم لاټ) چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MoWE/1403/W-643/NCB ده، د امان الله وطنیار ودانیز شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-506-11 ده او د بغلان مرکز پلخمري شهرجدید، د محکمې سرک په ۱۱مه شمېره کور کې موقعيت لري، د ارزول شوي مجموعي قیمت له د احتیاطي قیمت سره په ۶۵،۳۸۴،۰۵۹(پینځه شپېته میلیونه، درې سوه څلور اتیا زره او نهه پنځوس افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.