د قرارداد د ورکړي خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د کارته نو، له ابرساني سيمې څخه د قلعه زمان خان عمومي سرک پورې د سرک د ودانيزو چارو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يېNPD/KM/1403/W-701/NCB ده، د بلدتيک انجنيري او ودانيز شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-02-438 ده او د کنړ مرکز اسعداباد د عامې روغتيا رياست ته مخامخ د زاهدالله په کور کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت په 213،981،750 (دوه سوه ديارلس ميليونه، نهه سوه يو اتيا زره، اووه سوه پنځوس افغانۍ) په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.