د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د قلعه زمان خان له عمومي سرک څخه د کابل جلال اباد تر سرک پورې د سرک جوړولو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1403/W-657/NCB ده، د افغان بلډرز کانسرشیوم شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-27060 دی او د پکتيا ګرديز په ۵۴ بلند منزلو کې موقعيت لري 93،639،365.35 (درې نوي ميليونه، شپږ سوه نهه ديرش زره، درې سوه پنځه شپېته اعشاريه پنځه ديرش افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.