د چارو ادارې لوی رئيس: له فرصتونو نه په استفاده بايد هېواد له نورې نړۍ سره سيال کړو

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، مالي او اداري مرستيال مولوي محمود شاه زاهد او د ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤولينو د ملي پراختيا شرکت څخه ليدنه وکړه او د هغوی هڅې او فعاليتونه يې وستايل.
دا ليدنه چې یکشنبه (ربیع الثاني لسمه/تلې ۲۲مه) ترسره شوه، په کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ملي پراختيا شرکت له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او د دغه شرکت د هڅو د ستايلو ترڅنګ يې وويل چې افغانستان په هره برخه کې ډېر کار او خدمت ته اړتيا لري او زياته يې کړه چې له اوسني فرصت نه بايد په سمه توګه استفاده وشي ترڅو افغانستان له نورې نړۍ سره سيال شي.
همدا راز د چارو ادارې لوی رئیس د ملي پراختيا شرکت رئيس انجينرعبدالرحمن عطاش سره وليدل، د هغوی هڅې يې وستايلې او زياته يې کړه چې زمونږ تړاو له ډیر مظلوم او کړيدلي ملت سره دی او اړتيا ده چې دې ولس ته ډېر او په ټولو برخو کې خدمات وړاندې شي او هېواد د پرمختګ او هوساينې لور ته روان شي.
د ياد شرکت مسؤولينو شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ته د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې په کم وخت او امکاناتو یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لپاره ډېر کارونه کړي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې او نندارې ته وړاندې شي.